د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کسبګرو او هټیوالو خونې له مشر او استازو سره وکتل.

0
105

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کسبګرو او هټیوالو خونې له مشر او استازو سره وکتل.

20 دسمبر 2022

 

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د رئیس حاجي محمدنادر قرغه یي په مشرۍ د دې خونې له یو شمېر استازو سره کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل.

 

د ریاست الوزراء مقام د دفترو لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دغه راز لیده کاته ګټور وبلل او وې ویل، هټیوال او کسبګر باید د افغانستان د هوساینې او ښېرازۍ لپاره خپلې چارې په پوره صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي.

 

نوموړي د افغانستان له کسبګرو او هټیوالو وغوښتل چې په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې د پوره اخلاص ترڅنګ اسلامي اصول په پام کې ونیسي او له هر ډول درغلۍ ډډه وکړي.

 

وروسته د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس حاجي محمدنادر قرغه یي، د کابل د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس انجنیر صدیق الله قریشي او د ارزان قیمت ساحې د موټر پلورونکو ټولنې رئیس حاجي بریالي طوطاخېل د نورو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې د کسبګرو او هټیوالو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ له شمیر سیاسیونو او قومي مخورو سره ولیدل.

دوی د موازي ټولنو او انجمنونو د مدغمولو، اضافي مالیې ورکولو په موخه د دویمي جوازونو د لغوه کولو، د کرایې په مناسبت د باقیدارۍ مودې غځولو، کسبګرو او هټیوالو ته د ورکړل شویو دولتي ځایونو د کرایې نه لوړولو په ګډون په یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

 

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، خوښ یم چې نن موږ او تاسې د ولس د ستونزو د حل لپاره راټول شوي یوو او په ګډه به د اسلامي نظام د بقا او د هیوادوالو د هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو.

Leave a reply