د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ له شمیر سیاسیونو او قومي مخورو سره ولیدل.

0
122

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ له شمیر سیاسیونو او قومي مخورو سره ولیدل.

15 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې له يو شمېر سياسيونو او قومي مخورو سره وکتل‌.

 

په دې کتنه کې، حمیدالله هوتک، عبدالشکور دادرس او صفر محمد کاکړ د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د روان سياسي وضعيت په اړه يې خپلې مشورې او نظريې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

 

دوی وویل، غواړي د خپلو مشورو او نظریو لمن پراخه کړي او د هرې سیمې او قوم مخور د امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حضور ته ورشي. د افغانستان په تاريخ کې د اسلامي امارت په څېر پياوړی او منظم حکومت نه دی رامنځته شوی او ساتل يې د ولس او چارواکو ګډ مسووليت دی.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دغو مشرانو له مشورو او نظريو مننه وکړه وې ويل، اسلامي امارت هره رغنده نیوکه او مشوره په ورین تندي مني. د اسلامي امارت دروازه ستاسو پرمخ پرانېستې، دا هيواد زموږ او ستاسو ګډ کور دی او په ګډه به يې ساتو.

اړوند موضوعات

معاون سیاسی ریاست الوزراء امروز با شماری از وکلای ولسی جرگه اداره پیشین دیدار و گفتگو نمود.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې له دغو سياسيونو او قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې غوښتنې به يې د امارت عالي مقام سره شريکې کړي.

Leave a reply