د ترکیې هیواد د ساختماني شرکتونو استازي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سره وکتل.

0
134

د ترکیې هیواد د ساختماني شرکتونو استازي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سره وکتل.

15 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور د ترکیې هیواد د 77 ساختماني شرکتونو له استازي ښاغلي حسین اوني بوتسالي او د ترکیې هیواد پخواني سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاوړ د یاد شرکت مسؤل ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د کارونه ستاینه او د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

ښاغلي بوتسالي په دغه ناسته کې وویل: چې د افغانستان انرژۍ په برخه کې د ترکیې هیواد 77 ساختماني شرکتونو پانګونه کړې.

اړوند موضوعات

یو ترکي شرکت کابل کې د ساختماني موادو فابریکه جوړوي

نوموړي همدارنګه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتوالی اعلان کړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه ستاینه او هر کلی وکړ.

Leave a reply