اسلام آباد: د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق وئيلي دي چې د ايشيائي ترقياتي بينک سره معاهده د دې ثبوت دے چې پاکستان ډیفالټ نه دے.

0
198

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد کې ميډيا بريفنګ په مهال اياز صادق وويل د ايشيائي پرمختيائي بانک سره دځينو پروژو تړونونه روان دي اؤ د ADB سره په مناسبو شرطونو د 2.7 اربه ډالرو قرضې تړون لاسليک شوى دى. وفاقي وزير وويل يواځې د اپرېل نه تر اوسه د 2.3 اربه ډالرو قرضې معاهدې شوي دي، که د پاکستان د نادارۍ وېره وه نو دا معاهدې به نه وې شوي، معاهدې د دې ثبوت دے چې پاکستان ناداره نه دی، صرف افواهونه دي. خپراوی.
هغه زیاته کړه، داسې کومه خبره نه ده چې داسې ګنګوسې خپریږي چې ګواکې پاکستان دیوالیه شوی او یا له مالي ستونزو سره مخ دی، که داسې حالت وای، نو تړون به نه وای لاسلیک شوی.

Leave a reply