د ریاست الوزرا اداري مرستیال نن د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له یو شمېر علماو او مشرانو سره کتلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال نن د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له یو شمېر علماو او مشرانو سره کتلي.
25 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ورځ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
سیدحسین شریفي بلخابي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د بلخاب ولسوالۍ د خلکو د اقتصادي، ټولنیز، زده کړو او روغتیایي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
بلخابي بې وزلي او وزګارتیا د خلکو له عمده ستونزو څخه وبللې او د اسلامي امارت له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د خلکو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او مسوولین به د ټولو هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه ډېر کوښښونه وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا اداري مرستیال روغتیا، زده کړو او شغلونو ته لاسرسی د وګړو له حقونو څخه وګڼل او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام به د یادو ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.





