ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د بادغیس د آبکمري ولسوال سره د هغه سیمې د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

0
192

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د بادغیس د آبکمري ولسوال سره د هغه سیمې د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

24 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ له ولسوال مولوي محمد صالح پردل او مولوي غلام سخي ازاد سره وکتل.

 

د دې کتنې په پیل کې د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوال مولوي محمد صالح پردل د دې ولسولۍ د اقتصادي، اجتماعي، امنیتي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

 

نوموړي د دې په بیانولو سره چې سیمه ییز مسوولین هڅه کوي ترڅو د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د همدلۍ فضا ایجاد شي وویل، د لوی خدای په فضل اوسمهال د بادغیس په ځانګړي ډول د آبکمري ولسوالۍ اوسیدونکي په دې ولایت کې د حکومتولۍ له ډول او حاکم امنیت څخه راضي دي.

 

وروسته مولوي غلام سخي آزاد په خپلو خبرو کې وویل، د بادغیس ولایت خلکو او مجاهدینو د اشغال د ختمولو او اسلامي نظام د استقرار په موخه بې شمېره قربانۍ ورکړي او تل د اسلامي حکومت ملاتړ کوي.

 

نوموړي د خلکو د اقتصاد ستونزو او بادغیس د حلقوي سړک په اړه خپلې غوښتنې مطرح او دې برخې ته د اسلامي امارت د مسوولینو د پاملرنې غوښتونکی شو.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د مجاهد ملت په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت د خلکو د قربانیو او سرښندنو قدرداني وکړه او دا یې د اسلام په تاریخ کې بې ساري وبلل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د منشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

 

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال دېته په اشارې چې خلکو او مجاهدینو د وطن او نظام پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اوس د مسوولینو دنده ده چې د ملت او مجاهدینو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي وویل، اسلامي امارت د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د مجاهدینو ستونزو ته رسیدګي له خپلو تعهداتو ګڼي او د هغو د حل په برخه کې به اقدام وکړي.

Leave a reply