اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د مرستو څار ادارې اوچا هغه ادعا ناسمه بللې چې ګواګې افغان حکومت به د اقتصادي ستونزو له امله سقوط وکړي.

0
132

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د مرستو څار ادارې اوچا هغه ادعا ناسمه بللې چې ګواګې افغان حکومت به د اقتصادي ستونزو له امله سقوط وکړي.

25 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د ملګرو ملتونو د مرستو د څار ادارې اوچا هغه بیانیې غبرګون ښودلی چې پکې ویلي نیږدې ده چې د افغانستان نوی حکومت د اقتصادي ستونزو له امله سقوط وکړي.

 

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د مرستو د څار ادارې اوچا هغه ادعا ناسمه ګڼلې، چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله به نظام سقوط وکړي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت ژورې ولسي ریښې لري، دا کوم په بهرنیو مرستو متکي نظام نه دی چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط وکړي.

اړوند موضوعات

په تل ابیب کې د بریتانیا سفارت الاقصی جومات ته د اسرائیلي وزیر د سفر په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

 

د اسلامي امارت د ویاند په وینا؛ اسلامي امارت کلک مصمم دی چې دهېواد ټولې اقتصادي سرچینې به بېرته ژوندۍ کوي، اقتصاد به رغوي او تېر یوه نیم کال کې یې هم ستر ګامونه اخیستي چې لا دوام لري.

Leave a reply