په تل ابیب کې د بریتانیا سفارت الاقصی جومات ته د اسرائیلي وزیر د سفر په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

0
106

باغی ټي وي رپورټ
په تل ابیب کې د بریتانیا سفارت الاقصی جومات ته د اسرائیلي وزیر د سفر په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

د بريتانيا سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د اسراييلو د ښي اړخې وزيرې کړنې د اندېښنې وړ دي او ټولې خواوې بايد له داسې کړنو ډډه وکړي، چې سوله سبوتاژوي.د يادونې وړ ده چې د اسراييلو د ښي اړخې د ملي امنيت وزير ايټمار بن ګوور په کلکو امنيتي تدابيرو کې الاقصی جومات ته پاروونکی سفر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسرائیلي وزیر د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د الاقصی جومات شاوخوا ګرځېدلی، چې د دغه سفر پر مهال دې اسرائیلي وزیر عبادت کړی وي.څو ورځې وړاندې اتامر بن ګویر الاقصی جومات ته د خپل سفر اعلان وکړ، چې پر مهال یې د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر یایر لاپید خبرداری ورکړ، چې د اتامر بن ګوېر دغه سفر به تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

الاقصی جومات ته د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر ایتامر بن ګوور د سفر په اړه د نړۍ مسلمانانو سخته غوسه څرګنده کړې ده.
دا خبره د یادونې ده چې الاقصی جومات ته د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر ایتامر بن ګوور د سفر په اړه د نړۍ مسلمانانو سخته غوسه څرګنده کړې ده.

د اسرایلو د ښي اړخې ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګوور د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې الاقصی جومات ته پاروونکی سفر کړی دی.

Leave a reply