قومونو او قبایلو وزارت: لوګر ولایت کې د ولسي وګړو، قومي مشرانو او ديني عالمانو قومي غونډه ترسره شوه.

قومونو او قبایلو وزارت: لوګر ولایت کې د ولسي وګړو، قومي مشرانو او ديني عالمانو قومي غونډه ترسره شوه.
25 جنوري 2023
د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي محمد عالم رهبر په هغې ولسي غونډه کې ګډون وکړ چې د دغه ولايت د مرکز او اړوند ولسواليو ګڼ شمېر ولسي وګړو، قومي مشرانو او ديني عالمانو، په ګډون جوړه شوې وه.
په سر کې ښاغلي مولوي محمد عالم رهبر په خپلو خبرو کی وویل مونږ ټول د اسلامي امارت تر چتر لاندې د افغانستان د دردیدلو او کړيدلو خلکو لپاره په رښتني هوډ سره کار کوو نوموړي دغه راز د خپلو خبرو په دوام له قومي مشرانو وغوښتل چې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند او په هره برخه کې ور سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
سرحدونو، ق، ق چارو وزرات پکتیا مرکز ګردیز کې د قومونو د یووالي په موخه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه.
د غونډې په پاي کې يادو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو او برياوو ته په اشارې سره د اسلامي نظام ښېګنې او ګټې بيان کړې او خلک يې اتحاد او اتفاق ته راوبلل، او له اسلامي امارت څخه يې هر اړخيز ملاتړ اعلان او له خپل اړخه يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.






