د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هیواد یو شمیر تاجرانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.

0
222

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هیواد یو شمیر تاجرانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.

24 جنوري 2023

 

افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د هیواد له یو شمېر تاجرانوسره په ارګ کې وکتل.

 

په پیل کې حاجي عبدالرزاق، حاجي عبدالله محمدي، حاجي میرویس او محمدنبي افغان په دغه کتنه خوښي وښوده او د ښاروالۍ، مالیو، ټرانسپورټ او کرایو په برخو کې د خپلو ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو پرمهال یې وویل، د خدماتو او فعالیتونو د لاښه والي او د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه دې د تاجرانو امنیت او د ستونزو حل ته لازیاته پاملرنه وشي.

 

دوی وویل، د اسلامي امارت قوانینو او مقرراتو ته پابند دي، مګر د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د کړنلارو او لایحو جوړولو پرمهال دې د دوی سلاوو، غوښتنو او وړاندیزونو ته پام وشي.

 

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع یادو تاجرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ ستاسو په سلا مشورو او د ستونزو په حل خوشالېږو. په تېرو شلو کالو کې فساد، غلا، رشوت او ناامني اوج ته رسېدلي وو، مګر الحمدلله د اسلامي امارت له راتګ سره دا هرڅه راکم او یا له منځه تللي دي.

 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت چې د ملت د قربانیو او همکاریو په نتیجه کې رامنځته شوی، باید ټول د دې لوی نعمت شکر ادا کړو.

 

د امارت رهبري او مجاهدین د ټولو افغانانو د سوکالۍ، د امنیت د لا ښه تامین او د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

 

نوموړي په لږو امکاناتو د ښاروالۍ د ترسره شویو کارونو قدرداني وکړه او وې ویل، د ښاروالۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه لوړپوړی پلاوی ګمارل شوی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د افغانستان غالۍ پلورونکو اتحادیې له استازو سره کې وکتل.

هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ښاروالۍ او نورو برخو کې د جوړېدونکو لایحو او طرزالعملونو د لا ښه والي په موخه د تاجرانو، مسافربري او باربري شرکتونو مسؤلینو او نورو اړوندو اصنافو مشورې او نظریات په پام کې نیول کېږي.

Leave a reply