د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د افغانستان غالۍ پلورونکو اتحادیې له استازو سره کې وکتل.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د افغانستان غالۍ پلورونکو اتحادیې له استازو سره کې وکتل.
18 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د افغانستان د غالۍ پلورونکواتحادیې له استازو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د یادې اتحادیې استازو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل شول چې د ارګ دروازې د ټول ملت په مخ خلاصې دي او څه چې زموږ په وس وي، ستاسو ستونزو ته له رسیدګي او د ولس له خدمت څخه به یې درېغ نه کړو.
ورپسې د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادیې لومړي مرستیال الحاج نوراحمد نوري، دویم مرستیال حاجي قربانعلي جمشید زاده او الحاج فریداحمد کریم زاده د غالیو صنعت د ارزښت او په کور دننه بې وزله خلکو ته د شغلونو د ایجاد په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال په کابل کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه د دوی د همکار د ژغورنې له امله د اسلامي امارت له رهبري او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
دوی همدارنګه په کابل، کندز، ننګرهار او کابل کې د غالیو اوبدونکو د ښارګوټو د ځمکو د وېش، د خامو موادو واردولو د ګمرکي معافیت، د بین المللي نندارتونو، بازارموندنې، صادرولو متعددو جوازونو د صدور، تخنیکي کارکوونکو ته د سرپناه او نورو لازمو اسانتیاوو او امکاناتو د برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادې استازو سره په کتنه خوښي وښوده او وې ویل، موږ خوشالېږو چې ستاسو ستونزې د حل په موخه له مشرانو او مسوولینو سره شریکې کړو. هغه زیاته کړه، موږ ویاړو چې په بهر کې د هیوادونو دولتي مقاماتو او پاچاهانو په کچه د افغانستان غالۍ په ډالیو کې ورکوي.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل: ستاسو ستونزې به اړوندو ادارو او مسوولینو ته د حل په موخه ولېږو، ځکه زموږ او تاسو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې هیواد په پښو درېدلی شي.




