د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان څانګې له مسؤل او مل پلاوي سره وکتل.

0
147

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان څانګې له مسؤل او مل پلاوي سره وکتل.

17 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د افغانستان څانګې مشر ښاغلي ایلوا فیلیون په مشرۍ مل پلاوي هر یو په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د برنامو رئیسې اغلې چارلوټ جوسیو موریل او د یادې کمېټې د مشرتابه سلاکار ښاغلي عزت ګل سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې ښاغلي ایلوا فیلیون په افغانستان کې د دوی د کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت قدراني وکړه وې ویل، دغه کمېټه په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو، معلولینو سره د مرستو زندانیانو ته د خدمتونو برابرولو، امیندوارو ښځو ته د صحي تعلیماتو او د خوارځواکۍ په راکمولو کې مرسته او د نغدي او غیر نغدي مرستو د وېش برنامې مخته وړي.

 

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC)د افغانستان څانګې مشر زیاته کړه، دوی د تېر کال په پرتله په افغانستان کې خپلې برنامې پراخې کړي دي.

 

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ تل د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو. ستاسو کړنې عام‌المنفعه دي او د کړنو او فعالیتونو څخه مو د افغانستان ولسونه ډېر خوښ دي.

 

ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، دا چې په دې وروستیو کې د ځینو خیریه کړیو چارې د سیاسي ملحوظاتو له امله تردد حالت کې دي، دغه کار په ځانګړې ډول عام ولس ته زیات زیان رسوي، دا چې کومک له یوجانب سره او د فعالیتونو د ترسره کولو پرېکړه او شرایط له بل جانب سره کوي نو دغه کړنه یې غیر منصفانه بولم.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ناحیو ګذر وکیلانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د غیر انتفاعي مؤسساتو د امنیت خوندي ساتلو لپاره به توجه کوي په خپلو ټولو امکاناتو سره به ستاسو د فترونو او کارکوونکو د امنیت خوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د چارو مو ملاتړ کوو، شته ستونزې او وړاندیزونه به مو له مشرتابه سره هم شریک شي.

Leave a reply