د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ قومي مشرانو سره لیدلي.

0
185

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ قومي مشرانو سره لیدلي.

22 جنوري 2023 يکشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ملا نورالله نوري د پکتيا ولايت ډنډپټان ولسوالۍ ميشتو قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 

په دې کتنه کې راغليو قومی مشرانو د ډنډپټان ولسوالۍ د خلکو په اقتصادي، ټولنيز او صحي وضیعت بحث او خبرې وکړی او د اسلامي امارت له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چی يادي ولسوالۍ ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي .

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري د ملي یووالي، ولسي بسیج، د خلکو ستونزې تر اړوندو ارګانوپورې په رسونه او ورته نورو برخو کې د قومي مشرانو او مخورو رول مهم وباله.

اړوند موضوعات

د سرحدونو او قومونو قبایلو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال سره لیدلي.

 

نوموړي د ډنډپټان ولسوالۍ له قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې له وزارت سره همکار پاتې شي تر څو وکولاي شو خپلو ولسونو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو او شته ستونزو ته يې د پاي ټکي کېږدي.

Leave a reply