د سرحدونو او قومونو قبایلو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال سره لیدلي.

0
169

د سرحدونو او قومونو قبایلو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال سره لیدلي.

15 جنوري 2023

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست «مارکُس پوټزل» سره نن تر غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دې لېدنه کې ښاغلي پوټزل د افغان ښځو پر کار بندیز او ځينو نورو محدوديتونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې، په وينا يې چې ياده چاره به د بشري مرستو د رسولو بهیر ټکنی کړي.

 

ښاغلي نوري له ټولو هغو جهتونو نه مننه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره يې په مختلفو برخو کې خپلې مرستې کړې او دوام ورکوي.

 

نوموړي د يوناما دفتر اندېښنو ته په اشارې وويل: د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې خلکو ته د اسانتياو د برابرولو تر څنګ زموږ ديني او کلتوري ګروهنې ته په کتو سره د يادو ستونزو اساسي حل را وباسي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د یوناما سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره وکتل.

 

ښاغلي نوري د ملګرو ملتونو له اړوند بشري مرستندويه سازمانونو څخه وغوښتل چې د خپلو مرستو بهير دي له مرکزي سېمو څخه اطرافي او ليري پرتو سېمو ته وغځوي تر څو د محرومو سېمو خلکو ته هم بشري مرستې ورسيږي.

Leave a reply