د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې طالبان دې د انجونو او ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړي.

0
171

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې طالبان دې د انجونو او ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړي.

15 جنوري

په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار بندیز په غبرګون کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کړې.

 

دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي،اسلامي امارت په وروستیو پریکړو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او له امنیت شورا یې غوښتي،ترڅو د اسلامي امارت پر وړاندې سره یو موټی شي.

 

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په اسلامي امارت غږ کړی څو په ښځو او نجونو محدودیتونه په تیره په انجیوگانو کې د ښځو په کار بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي.

 

د امنیت شورا د ۱۵ غړو هیوادونو څخه ۱۱ په انجیوگانو کې د افغان ښځو کار د افغانستان بشري وضعیت سمبالولو لپاره حیاتي بللی دی.

اړوند موضوعات

حامد کرزي د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د دریځ هرکلی وکړ

د یادونې وړ ده چې چین، روسیې، موزامبیک او ګانا د اسلامي امارت لخوا په ښځو د محدودیتونو پر وړاندې اعلامیې څخه ملاتړ ندی کړی.

Leave a reply