د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د یوناما سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره وکتل.

0
156

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د یوناما سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره وکتل.

2 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارکوس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو مرستیال سکاټ سمیت او مل پلاوي سره وکتل.

 

په یاده کتنه کې ښاغلي پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه د دوی د همکارۍ او د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله مننه وکړه او د نجونو د تعلیم او د نورو محدودیتونو دوضع کېدو په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل؛ د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفاه او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره په افغانستان کې د یوناما د دفتر سرپرست کتلي او خبرې اترې یې کړي.

 

هغه زیاته کړه د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، یوې معقولې او دایمي حل لاره باندې کار روان دی؛ داسې چې شرعي احکامو او زمونږ د خلکو کلتور سره مطابقت ولري.

Leave a reply