اسلامي امارت: په پکتيا کې ۶۳ زره جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه.

0
113

اسلامي امارت: په پکتيا کې ۶۳ زره جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه.

15 جنوري 2023

د پکتيا د غصب شويو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنيکې کمېټې په بېلابېلو ولسوالیو کې ٦٣ زره دولتي جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

 

د دغه ولايت غصب شويو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنيک رئيس عبدالروف سعيد وویل، چې د دغه کمېټې له لوري په مرکز ګردېز، زرمت، پټان او مختلفو ولسواليو کې ۶۳ زره جريبه دولتي ځمکه تثبيت او له غصب راګرځول شوې ده.

 

سعيد دغه راز زیاته کړه، چې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنيکي کمېټې د تېرو ۸ مياشتو پلټنو په پايله کې ياده ځمکه د اسنادو له مخې دولتي تثبيت کړې ده.

اړوند موضوعات

اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي: په ننګرهار کې ٨٠٠ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه.

 

نوموړي زياته کړه، چې مرکز ګردېز او مختلفو ولسواليو کې ۵۰۰ زره جريبه سپينه ځمکه د يادې کمېټې لخوا د تشخيص او تثبيت په موخه تر پلټنو لاندې ده، او په اړه يې خلکو ته استعلامونه هم ورکړل شوي، تر څو خپل قانوني اسناد وړاندې کړي.

Leave a reply