کانونو او پټرولیم وزارت: په ننګرهار ولایت کې د 1000 ټنو په شاوخوا کې د لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه.

کانونو او پټرولیم وزارت: په ننګرهار ولایت کې د 1000 ټنو په شاوخوا کې د لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه.
21 جنوري 2023
د کانونو او پټرولیم وزارت د استخباراتو د ریاست په همغږي او همکارۍ د شنبې په ورځ د 1000 ټنو په شاوخوا کې د تخته پټ لیتیم د قاچاق مخه ونیوله چې په تدریجي ډول له نورستان او کنړ ولایتونو څخه ننګرهار ته قاچاق او له هغه ځایه بهر ته د انتقال مخه ونیول شوه.
د یادونې وړه ده چې یادې ډبرې 300 ټنه له قاچاقبرانو څخه تر لاسه او د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي مولوي محمد رسول عقاب، مفتي عبدالحميد اخندزاده او مولوي سميع الله ته د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست د کار کوونکو په شتون کې رسماً وسپارل شوې او د 700 ټنو په شاوخوا کې د کونړ په ولایت کې مهر و لاک شوې.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د بلخ په ګمرک کې د نظامي توکو او مهماتو د قاچاق مخنیوی وشو.
دغه راز د يادې شوې قضيې په تړاو يو شمېر کورني او بهرني قاچاق وړونکي هم د کشفي او امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي دي.






