اسلامي امارت: د بلخ په ګمرک کې د نظامي توکو او مهماتو د قاچاق مخنیوی وشو.
اسلامي امارت: د بلخ په ګمرک کې د نظامي توکو او مهماتو د قاچاق مخنیوی وشو.
13 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند بلخ ګمرک کې د نظامي توکو د قاچاق مخنیوی وشو.
د بلخ ګمرک د تشرېح برخي منسوبینو په یو بار وروړونکي موټر کي یو شمېر نظامي توکي، چي په ډیر مهارت سره ځای پر ځای سوي وو او غوښتل یې افغانستان ته یې وارد کړي، کشف او ونیول.
په یادو نظامي توکو کي ۲۳۸ دانې د(M4) شاجور نښلونکي، ۳۰۰ دانې د شاجور پوښونه، ۴۶ دانې ورځني دوربینونه، ۱۹۹ دانې پایي او ۸۸ دانې جري شامل دي.
اړوند موضوعات
کورنیو چارو وزارت وایي، په خوست کې يې ګاونډي هېواد ته د بې پیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نيولې
د یادوني وړ ده، چي په دې تور نیول شوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
حماد