د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ځاځیو قوم مشرانو او مخورو سره کتلي.

0
99

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ځاځیو قوم مشرانو او مخورو سره کتلي.

20 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تیره ورځ د ځاځیو قوم له مشرانو او سپین ږیرو سره د حاجي عبدالصمد په مشرۍ ولیدل.

یادو قومي مشرانو د افغانستان اسلامي امارت څخه د خپل هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړ او خپلې ستونزې او مشکلات یې د مهاجرینو چارو له وزیر سره شریک کړل.

 

په دغه ناسته کې ښاغلي حقاني د دغه قومونو ستونزې او مشکلات واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ستونزې به له ټولو اړونده جهتونو سره شریکې او د حل په موخه به یې هڅې وکړي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي سره وکتل.

 

نوموړي وویل نظام د ټولو قومونو ګډ کور دی، ملاتړ یې زمونږ او ستاسو ګډه دنده ده، ټول کارونه او شخړې باید د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل کړو او هیچاته د خپلسرۍ اجازه نه ورکوو.

Leave a reply