د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي سره وکتل.

0
126

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي سره وکتل.

18 جنوري 2023

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د آغلې آمنه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه ناسته کې د میرمنو د کار او تعلیم ترڅنګ د بشري مرستو په څرنګوالي خبرې وشوې او اغلې آمنه محمد وویل: ملګري ملتونه په افغانستان کې ددې لپاره پاتې دي، چې د افغانستان سره همکار ووسي، په دې وروستیو کې چې د افغان میرمنو د کار او تعلیم پروړاندې کوم حکمونه صادر شوي دي د افغان ولس لپاره ناوړه پایلې لري ځکه د تعلیم او تربیې نشتون ټولنه شاته پاتې کوي، نوموړې ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو لپاره باید یو چینل وي، ترڅو وخت په وخت دغه ډول مسایل پکې وڅېړل شي او یوه ښه نتیجه ترلاسه شي.

 

نوموړې د اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې په ځینو مواردو لکه د روغتیا په برخه کې یې د میرمنو لپاره استثناءات رامنځته کړي دي او غوښتنه یې وکړه، چې په خارج کې زیاتې مېرمنې غواړي د اسلامي امارت ملاتړ وکړي خو په دې تړاو د هغوی او د ملګرو ملتونو اندیښنې باید لرې شي.

 

د مهاجرینو چارو وزیر وویل افغانستان یوه سنتي ټولنه ده دلته باید حقایق درک شي او دغه ټولنې ته د غرب له چشمو ونه کتل شي.

 

نوموړي وویل د یو څو ښځو د بې روزګاره کېدو له امله د افغانستان ټولې مېرمنې له مرستو بې برخې کول بلا توجیه عمل دی، ا. ا. د زدکړو مخالف نه دی او مونږ هڅه کوو، چې د میرمنو د کار او زدکړو لپاره داسې یوه حللاره جوړه کړو، چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ترکیې هیواد له سفیر سره کتلي.

 

وروسته آغلې امنه محمد دغه مجلس ډېر ګټور وباله او هیله یې وښوده، چې له دې وروسته به بیا هم افغانستان ته راځي.

Leave a reply