د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ترکیې هیواد له سفیر سره کتلي.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ترکیې هیواد له سفیر سره کتلي.
18 جنوري 2023
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې سفير ښاغلي جهاد ارګين آی سره ليدنه وکړه او په ترکيې کې يې د افغان مهاجر پر وضعيت خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې چې د مرغومي په (۲۸) مه نېټه ترسره شوه، ښاغلي راشد ټينګار وکړ، چې په ترکيې کې بايد افغان مهاجرين ونه ځورل شي، دوی ته د سفر استوګنې قانوني زمينه برابره شي، چې په دې سره به د غير قانوني مهاجرت مخه راکمه شي،چې دا د دواړو هېوادونو د اړېکو په ښه کېدو کې اغزمن ثابتېدای شي.
هغه د ترکيې هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې هغو بېځايه شوو سره چې په سږني ژمي کې د سړې هوا له امله زيانمن شوي، لا زياتې مرستې ترسره کړي.
د ترکيې سفير يادونه وکړه، چې د هغو کسانو لپاره کومه ستونزه نه شته، چې په قانوني توګه ترکيې ته ځي،خو تر ټولو ډېرې ستونزې او ننګونې د هغو کسانو لپاره شته چې غواړي په غير قانوني توګه ترکيې ته لاړ شي.
اړوند موضوعات
هغه وويل، راتلونکې اونۍ به د دغه هېواد د بشري مرستو (۶۰۰) ټنه محموله مواد افغانستان ته را ورسېږي، چې د مهاجرينو چارو وزارت او ترکيې د سرې مياشتې په همکارۍ به پر اړمنو او مستحقو کورنيو ووېشل شي او دا مرستې به په راتلونکې کې لانورې هم زياتې شي.