د ننګرهار له عمومي محبس څخه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس ۶۶ تنه بندیان آزاد شوي.
د ننګرهار له عمومي محبس څخه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس ۶۶ تنه بندیان آزاد شوي.
19 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار له محبس څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي ۶۶ کسان ازاد شول چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خبر زیاتوي دغه بندیان نن (د مرغومي ۲۹مه)، د ننګرهار محبس کې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو پرمهال ازاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
اړوند موضوعات
د ننګرهار والي: ځوانان دې خارج ته د تګ پر ّځای هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته دې کار وکړي
د ننګرهار ولايت د استیناف محکمې رييس شېخ محمدګلاب د دغو بنديانو د خلاصون په تړاو وويل چې يادو کسانو ته د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان پر اساس بښنه وشوه او له بنده ازاد شول.