د ننګرهار والي: ځوانان دې خارج ته د تګ پر ّځای هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته دې کار وکړي

0
86

نوموړي وويل، چې ځوانان د ټولنې د ملا تير حيثيت لري او غوښتنه يې وکړه ترڅو په خپل فکر او انرژۍ سره د هېواد پرمختګ په موخه نوښت او ابتکار وکړي.
هغه وويل، چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپير شتون نه لري او پر ځوانانو يې غږ وکړ، چې يو بل وزغمي، تجربې شريکې او په ګډه د هېوادوالو سوکالۍ لپاره کار وکړي.

(2023 / 1 / 16    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ننګرهار والي د يوې غونډې په ترڅ کې تېره ورځ پر ځوانانو غږ وکړ چې په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، نوموړي تېره ورځ د اطلاعاتو فرهنګ رياست ځوانانو چارو امريت له لوري ځوانانو سره په جوړه شوې مشورتي غونډه کې له دوی وغوښتل چې بهر ته د تګ پر ځای په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
نوموړي وويل، چې ځوانان د ټولنې د ملا تير حيثيت لري او غوښتنه يې وکړه ترڅو په خپل فکر او انرژۍ سره د هېواد پرمختګ په موخه نوښت او ابتکار وکړي.

اړوند موضوعات:

ملا برادر: ځوانان دې بهر ته د تګ پر ځای خپل هېواد ته خدمت وکړي

.

Leave a reply