ملا برادر: ځوانان دې بهر ته د تګ پر ځای خپل هېواد ته خدمت وکړي

ملا برادر: ځوانان دې بهر ته د تګ پر ځای خپل هېواد ته خدمت وکړي
د ده په وینا د دې هېواد جوړول د افغانانو ګډ مسوولیت دی او د افغانستان ا.ا ټولو رغنده نظرونو او طرحو ته ارزښت ورکوي. هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې زده کړو ته د دوام ورکړي ، ځانونه د ساینس، ټکنالوژۍ او نورو مسلکونو په برخه کې ورسوي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان نوی حکومت وایي، مسلکي کادرونه او ځوانان دې له خپل هېواد نه وځي.
د رییس الوزرا لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان دمګړی خپلواک دی او د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې نه دی.
نوموړي وویل له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ټولو مثبتو طرحو ته ښه راغلاست وایي.
هغه په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د پوهنتونو او مسلکي زده کړو د مرکزونو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي او د هېواد کادرونو ته نه ده په کار چې له خپل هېواد ووځي.