امریکا ته تللی افغان کډوال د جرمي سابقې لۀ امله بېرته افغانستان ته لېږل شوی
امریکا ته تللی افغان کډوال د جرمي سابقې لۀ امله بېرته افغانستان ته لېږل شوی
امریکايي چارواکو ویلي چې نوموړي جرمي سابقه لرله او د ځینو نورو شکمنو قضیې هم د پلټنې په حال کې دي، چې ښايي لا ډېر په جرمونو ککړ افغان وګړي له دغه هېواد و ایستل شي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا ته د تللو افغان کډوالو له ډلې یو یې د جرمي مخینې د لرلو له امله بېرته ایستل شوی دی.
امریکايي رسنۍ وایي، ددغه هېواد حکومت یو افغان وګړی چې د تخلیې ماموریت پر مهال له کابل تر امریکا رسېدلی و، بېرته له امریکا ایستلی او افغانستان ته یې لېږلی دی.
امریکايي چارواکو ویلي چې نوموړي جرمي سابقه لرله او د ځینو نورو شکمنو قضیې هم د پلټنې په حال کې دي، چې ښايي لا ډېر په جرمونو ککړ افغان وګړي له دغه هېواد و ایستل شي.
دا تر تخلیې ماموریت وروسته لومړنی افغان دی چې د جرمي سابقې د لرلو له امله له امریکا ایستل کېږي.