چې څوک صحیح صحافت کوي هغه د پیپکا قانون څخه خوشحال دي

باغی ټي وي رپورټ
پرون قوم ته په وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د اليکټرانک جرمونو مخنيوي قانون (پيکا) ترميمي آرډيننس قانون په کال ٢٠١٦ کې نافذ شوى وو، مونږ يواځې په دې کې ځينې ترميمونه کوو، هغه زیاته کړه چې په دې ترمیم خلقو شور جوړ کړې دې .
د جیو نیوز رپورټ مطابق هغه وويل، په دې قانون کې د بدلون راوستلو مقصد دادې دا ده چې په ټولنيزو رسنيو کې چې کوم غلط او بې بنیاده معلومات او خبرونه خپریږي، بايد کنټرول شي، هغه اوویل چې په سوشل میډیا مواد د ماشومانو د فحش څخه ډک وي، دا ډول مواد د نړۍ په هېڅ متمدن سوشل ميډيا کې نشته لکه څنګه ی چې مونږ لرو. وزیراعظم عمران خان اوویل تردې پورې چې لومړی وزیر هم په ټولنیزو رسنیو کې نه بخښل کیږي او بې بنیاده پروپیګنډه ی په ضد کیږي.
وزيراعظم وويل يو خبريال ليکلي چې دعمران خان ميرمن کورڅخه تللې ده، وزيراعظم سره دا کار روان دى نو فکر وکړئ چې د عامو خلکو به څه حال وي، ويل کيږي چې د مطبوعاتو په ازادۍ بنديز لګول شوى خو داسې نۀ ده.
وزیراعظم زیاته کړه چې دا بدلون د جعلي خبرونو مخنیوي لپاره کوو، اصلي خبریالان به د دې قانون رواړلو سره خوشحاله شي.
عمران خان وويل کله چې يو خبريال د نوازشريف خلاف ليکنه وکړه نو نوازشريف هغه درې ورځې زنداني کړو، خان اوویل چې ما ټول ژوند تنقيد ليدلی دی، هغه زیاته کړه چې ښه صحافت د ټولنې اثاثه ده، تنقيد مونږ ته خبر ورکوي او مونږ ته کمزورۍ راښایی، خان اوویل چې څه خبریالانو د آزاد کشمير د وزيراعظم لپاره دا خبره وه چې هغه د جادو او ستورو په ذریعه ټاکل شوي، وزیراعظم اوویل چې د مطبوعاتو پر ازادۍ د بندیز لګولو بې اساسه تورونه لګول کیږي او میډیا باندې داسې کم بندیز نه لګول کیږي.





