لومړی وزیر عمران خان په یوه ورځنۍ دوره لاهور ته رسیدلی

0
138

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې ورسره وفاقي وزيران شفقت محمود، غلام سرور خان، حماد اظهر، خسرو بختيار او د تجارت صلاحكار عبدالرزاق هم ملګرتيا كوي، په یوه ورځنې دوره د پنجاب سرښار لارهور ته رسیدلې دې .
د جیو نیوز رپورټ مطابق لاهور ته د وزيراعظم د دورې په مهال به د پنجاب وزيراعلي عثمان بزدار د صوبې په انتظامي او د امن او امان په صورتحال بريفنګ ورکوي او وزيراعظم به په ملک کې د کاروباري فعاليتونو د ودې دپاره د صنعتي پېکج اعلان کوي.
وزیراعظم به د راولپنډۍ، بهاولپور، ملتان او ساهیوال د پارلیماني غړیو سره به هم ملاقاتونه کوي.سرچينې وائي وزيراعظم عمران خان به دچوهدري برادران سره هم ليدنه کوي چرته چې به دخپلو مهمو متحدينو څخه غوښتنه کوي چې په سختو وختونو کې هغه نۀ پريږدي. وزیراعظم عمران خان نن د مشن لاهور لپاره ټاکل شوې د کابینې غونډه هم لغوه کړې ده.

Leave a reply