پا ک افغان د همکارۍ ټولنې ترسیوري لاندې په تورخم پوله افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

نصیب شاه شینواري
نن په پاک افغان پوله تورخم په د الخدمت فاونډیشن او خدیجة الکبرا فاونډیشن په مالي مرسته د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشرانو افغان چارواکو ته د امدادي سامانونو اته ټرکونه وسپارل، افغان چارواکو ددوی شکریه ادا کړه .

د تفصیلاتو ترمخه د خیرخواهۍ د جذبې له مخې په پاک افغان پوله تورخم د الخدمت فاونډیشن چارواکو لخوا ۴ ټرکونه او د خدیجة الکبری فلاحی فاونډېشن لخوا ۴ ټرکونه د ژمي پیکج او په ټولیزه توګه ۸ ټرکونه چې د خوراکي توکو بار شوي وو افغان چارواکو ته وسپارل شول.
د دستورې په موقع د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د الخدمت فاونډیشن پاکستان له چارواکو څخه په ځانګړې توګه د افغان ولس لپاره د ۸ لاریو امدادي توکو په سپارلو مننه وکړه، افغان چارواکو د د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشرانو څخه هم مننه وکړه چې دوی په دې سخت وخت کې افغان اولس لپاره خپلې هڅې او بشري مرستې جاري ساتلي دي او دوی نړۍ ته هم دا په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې دې د یو بل انساني ناورین د مخینوي لپاره افغان حکومت او افغان اولس سره مرستې وشي ترڅو افغان حکومت او افغان اولس په خپلو خپو ودریږي.