م.م: له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکو

0
234

م.م: له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکوو

دغه اداره همدا راز وایي چې تر دې دمه یې په افغانستان کې له شاوخوا ۳۶ زره کسانو سره د خوړو او لومړنیو توکو مرسته کړې او د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې په همکارۍ به له لا ډېرو خلکو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

(2022 / 2 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو خلکو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې برخې په تازه څرګندونو کې ویلي چې وچکالۍ په افغانستان کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسولي او لوږه یې پراخه کړې ده.

سرچینه وایي دوی هڅه کوي په افغانستان کې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې کرنې یې وچکالۍ ځپلي او له لوږې سره مخ دي.

Leave a reply