د دوحې تړون دوه کلن شو؛ خلیلزاد وايي چې یاد تړون پۀ بشپړ ډول ندی عملي شوی

د دوحې تړون دوه کلن شو؛ خلیلزاد وايي چې یاد تړون پۀ بشپړ ډول ندی عملي شوی
افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له ملابرادر سره د امریکا په استازیتوب د تړون لاسلیککوونکی و، وایي، چې لا هم د دې تړون ځینې برخې نهدي عملي شوي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پوره دوه کاله وړاندې د کب په لسمه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکايانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو. هغه تړون چې طالبان یې د اشغال پای او ډېری نور یې بی د پخواني نظام د کمزوري کولو دسیسه بولي.
د دې تړون تر لاسلیکېدو دا دی دوه کال وروسته طالبان واک ته راغلي، جمهوریت سقوط شوی او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي.
د دې تړون له مخې، امریکا منلې وه چې د ۲۰۲۱ کال د “مې” میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو بیا له امریکا سره هوکړه وکړه چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.
خو امریکا ونه شو کړای خپل ځواکونه په ټاکل شوې نېټه له افغانستان وباسي. امریکا خپل ټول سرتېري د افغانستان سقوط وروسته د اګسټ تر پایه له هېواد وایستل.
په دې هوکړهلیک کې ویل شوي وو، چې د افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او له هوکړې درې میاشتې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
دغه راز هوکړه شوې وه چې د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه به مذاکرات هم ترسره شوي. لکه څنګه چې ښکاري د دې تړون هېڅ یوه ماده په خپل وخت او په سمه بڼه عملي نه شوه.
افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له ملابرادر سره د امریکا په استازیتوب د تړون لاسلیککوونکی و، وایي، چې لا هم د دې تړون ځینې برخې نهدي عملي شوي.






