د اوکراین او روسیې مذاکرات؛ لومړی پړاو پای ته رسېدلی، پلاوي پلازمینو ته ستانه شوي

د روسیې مذاکراتي پلاوي ویلي، خبرې پایلې ته نه دي رسېدلې او ددواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو به ژر د پولنډ او بلاروس پر پوله ترسره شي.
بلخوا په اوکراین کې لا هم درنې جګړې روانې دي او اوکرایني حکومت وایي چې روسیه له ممنوعه وسلو استفاده کوي او په دې لټه کې ده چې اوکراین ویجاړ کړي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین او روسیې لومړي پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې د مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی او د دواړو لورو مذاکراتي پلاوي د نظریاتو د تبادلې لپاره مسکو او کېف ته ستانه شوي دي.
د روسیې مذاکراتي پلاوي ویلي، خبرې پایلې ته نه دي رسېدلې او ددواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو به ژر د پولنډ او بلاروس پر پوله ترسره شي.
بلخوا په اوکراین کې لا هم درنې جګړې روانې دي او اوکرایني حکومت وایي چې روسیه له ممنوعه وسلو استفاده کوي او په دې لټه کې ده چې اوکراین ویجاړ کړي.
اوکرایني لوری دغه راز وایي چې سرتېرو یې په ډېرو برخو کې پرمختګونه لرلي دي او سلګونه روسي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.