ملي دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه دې له خلکو سره ښه چلند ولري

0
109

ملي دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه دې له خلکو سره ښه چلند ولري

هغه له امنیتي ځواکونو غوښتي چې په ټول هېواد کې له ولس او خلکو سره ښه چلند ولري، امنیتي هڅې پراخې کړي او له ځوانانو سره ښې اړیکې وپالي.

 

(2022 / 2 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملی دفاع وزارت له نظامیانو غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او له ځوانانو سره اړیکې پراخې کړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال مولوي فاضل په خوست کې له لومړۍ لېوا د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د خلکو د امنیت مسوولین دي.

د مولوي فاضل په وینا د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی چې د خلکو امنیت تامین کړي او له ولس سره د ښو اړیکو په لټه کې وي.

هغه له امنیتي ځواکونو غوښتي چې په ټول هېواد کې له ولس او خلکو سره ښه چلند ولري، امنیتي هڅې پراخې کړي او له ځوانانو سره ښې اړیکې وپالي.

د امنیتي ادارو مشرانو تر دې مخکې هم پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې له خلکو سره ښه چلند ولري، ځکه دوی یې د ساتنې او امنیت مسوولین دي.

Leave a reply