د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د ملګرو ملتونو یو لوړرتبه پلاوي سره په وروستیو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

0
228

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د ملګرو ملتونو یو لوړرتبه پلاوي سره په وروستیو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

19 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي دملګرو ملتونو د سازمان دعمومي سرمنشي مرستيالې امينه محمدي په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ارګ کې وکتل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزا اوتونبایوا هم حضور درلود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د وروستیو فرمانونو په اړه چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګول شوی خپله اندېښنه شریکه کړه او د دې پریکړو په اړه یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

 

هغې زياته کړه، چې په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو ورته وويل، که په افغانستان کې ورته د کار او فعاليت زمينه برابره شي، نو بېرته به هېواد ته راستانه شي او په ډېرو برخو کې د ښځو کار او فعالیت ته اړتیا ده، نو باید ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.

 

هغې زیاته کړه:«موږ غواړو له افغانستان سره مرستې زیاتې کړو او دغه هېواد د نړیوالې ټولنې فعال غړی کړو.

 

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه مشرې سیما بهوس وویل چې له افغانستان سره مرستې د افغان ښځو په فعالیتونو او کاري فرصتونو پورې اړه لري، دوی باید د افغاني ارزښتونو او کلتور په رڼا کې د کار کولو لارې چارې ولټوي.

 

هغې زیاته کړه چې اوس مهال ۱۱.۶ میلیونه افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

 

اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې د نړیوالو له مرستو مننه وکړه او ویې ملګرو ملتونو د تورلېست د حذفولو، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخه کې لازمه همکاري او پاملرنه نه ده کړې.

 

هغه وويل، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله ميليونونه افغانان کډوال شوي او پنځه ميليونه يې په نشه يي توکو روږدي شوي، چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي، ډېر افغانان په هېواد کې د اوږدو جګړو، بې وزلۍ او وچکالۍ له امله نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

 

حنفي د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوې ته په اشارې سره وویل، چې امنیت تامین شوی، فساد له منځه تللی، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخه نیول شوې او داعش مات شوی دی.

 

په پای کې د لومړي وزیر مرستیال حنفي وویل، اسلامي امارت د روغتیا، پوهنې، امنیت، د ښځو د حقونو او نورو بېلابېلو برخو کې مثبت کارونه کړي او لا هم هېوادوالو ته د ښو خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې کوي.

اړوند موضوعات

 ډاکټر عبدالله  د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل

 

حنفي ټينګار وکړ، چې بشري مرستې بايد له سياسي مسايلو سره ونښلول شي، ښځې لا هم اغېزمنې دي، هغه وويل، ستونزې بايد د خبرو له لارې هوارې شي.

Leave a reply