ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل

ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل
ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان له بشري مرستو مننه وکړه او په ساړه موسم کې د خلکو ستونزو ته په پام سره يې د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو د بهير د زياتوالي او چټکتيا غوښتنه وکړه.
(2023 / 1 / 19 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان له بشري مرستو مننه وکړه او په ساړه موسم کې د خلکو ستونزو ته په پام سره يې د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو د بهير د زياتوالي او چټکتيا غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې دپوهنې دژوندانه رول په باب هم خبرې وشوې چې دافغانستان دخلکو دځواکمنولو او له بې وزلۍ څخه دژغورنې لپاره ترټولو مهمه وسیله ده او دنجونو او ښځو لپاره دښوونیزو مرکزونو په بیا پرانیستلو ټینګار وشو.
دغه راز دواړو لورو په ټولنيز ژوند کې د ښځو د رول پر اهميت او په خيريه بنسټونو کې کار ته د ښځو پر راستنېدو ټينګار وکړ، چې خلکو ته يې د اړتيا وړ مرستو په رسولو کې خنډونه اچولي، د هېواد اقتصاد يې زيانمن کړى او افغانستان يې د نا امنۍ په حالت کې راوستى دى.
اړوند موضوعات:
پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره کتلي
په دې وروستیو کې آغلې آمنه محمد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام او د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.





