اوبو او انرژۍ وزارت: د شاه و عروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پای ته ورسیږي.

0
102

اوبو او انرژۍ وزارت: د شاه و عروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پای ته ورسیږي.

18 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د شاه عروس بند د پروژو پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او دغه بند به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي، چې د ودانیز شرکت له لوري د دغه بند ۹۷سلنه کارونه پای ته رسېدلي او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو وروسته به، دغه بند د ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ترڅنګ، یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا به هم تولید کړي.

 

د اوبو رسونې دولتي شرکت کابل ته د شاه وعروس بند د اوبو د رالېږدولو د پروګرام د طرحې د څېړلو د کار د پای ته رسېدو خبره کوي او وایي، چې ګټې اخیستنې ته د دغه بند په سپارل کېدو سره، دغه شرکت کابل ښار ته د اوبو لېږودولو لپاره چمتو دی.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د نورستان له والي او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره وکتل.

 

د افغانستان د اوبو رسونې شرکت پخوانی رییس حمیدالله یلاني وايي: یوه له غوره پروژو څخه ده چې کولای شي د اقتصاد له ودې او د کرنې له پراختیا سره مرسته وکړي.

Leave a reply