د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د نورستان له والي او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره وکتل.

0
122

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د نورستان له والي او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره وکتل.

5 جنوري 2023

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان ولایت له والي محمد آغا حکیم، د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محمد علي فاروقي او یو شمېر مشرانو سره وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

 

په یاده لیدنه کې، د نورستان ولایت والي او مشرانو د انرژي او برېښنا د پراختیایي پروژو په برخه کې د خلکو اړتیاوې یادې کړې او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ چې د نورستان ولایت د پاتې پروژو د تطبیق او د هغوی د کار د بیا پيل په موخه به تخنیکي ټیم موظف کړي، ترڅو پروژې له نږدې و څېړې.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت معین د نورستان یو شمیر قومي مشرانو سره د دغه ولایت اوبو او انرژۍ په اړه یې خبرې وکړې.

همدارنګه ښاغلي منصور په دې ناسته کې د نورستان والي او مشرانو ته د همکاري د ژمنې په څرګندولو سره،یادونه وکړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د برېښنا پروژه هم د راتلونکي کانال لپاره د وزارت په پلان کې شامله شوې ده او په راتلونکي کې به یې کار پیل شي.

Leave a reply