د اوبو او انرژۍ وزارت معین د نورستان یو شمیر قومي مشرانو سره د دغه ولایت اوبو او انرژۍ په اړه یې خبرې وکړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین د نورستان یو شمیر قومي مشرانو سره د دغه ولایت اوبو او انرژۍ په اړه یې خبرې وکړې.
3 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده پخپل کاري دفتر کې د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محمد علي فاروقي او د یاد ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
یاده لیدنه کې د نورستان ولایت د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.
د نورستان ولایت مشرانو په یاد ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د برېښنا ۸ منځنیو او کوچنیو بندونو د جوړولو عملي چارې دې پيل شي، چې سروې یې پخوا ترسره شوې ده.
اړوند موضوعات
د اوبو ښاغلي معین د نورستان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نورستان خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.