د پاکستان استخباراتي ادارو په اسلام اباد کې د دسمبر په ٢٣مه د بمي چاودنې په اړه مهم معلومات ترلاسه کړي دي، د سرچینو مطابق ادارې فعاله دي او د ترهګرو پلان ی ناکامه کړې دې

0
183

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي ادارو په اسلام اباد کې د ګواښونکي ویډیوګانو او د آی ټي بمي چاودنو په ګډون د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) په اړه د څو قضیو په پلټنو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړې. د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي، د هغه کس په ګډون چې ګواښونکې ویډیو یې جوړه کړې ۱۱ کسان په اسلام اباد کښې چې د کالعدم د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري نیول شوي دي. سرچینې وایی چې د ټي ټي پي سره تعلق لرونكي ټولې مقدمې تر اسلام آباد پورې حل كړې شوي او ترهګر او لاس لرونكي نيول شوي دي۔

په دې وروستیو کې د اسلام اباد له غرنۍ سیمې څخه د ټي ټي پي له خوا جوړه شوې ویډیو په سوشل میډیا خپره شوې چې پکې د پارلېمان هاؤس او ریډزون ته ګواښونکې ژبه کارول شوې ده. “یو شمېر نیول شوي کسان داسې هم موندل شوي چې له دیني مدرسو یې د خپلو ناوړه موخو لپاره کار اخیست، چې له امله به یې اوس د ښوونځیو د مدیریت په اړه هم خبرې وشي.” په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت، پوهنې وزارت او د پلان وزارت چارواکي په پام کې لري چې یو ګډ کاري پلان جوړ کړي او ډېر زر به په دې اړه ګډه غونډه جوړه شي. فدرالي ادارې پوهیدلي چې ترهګر د آی ټي پوهه لري چې څنګه د ترهګرۍ د ترسره کولو لپاره پرمختللې ټیکنالوژي کاروي
استخباراتي ادارو په اسلام اباد کې د دسمبر په ٢٣مه د بمي چاودنې په اړه هم معلومات ترلاسه کړي دي. په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې، “د ځانمرګي بریدګر نوم ثاقب الدین و او د خیبر پښتونخوا (پخوانۍ خیبر ایجنسۍ) د جمرود سیمې اوسېدونکی و.” ځانمرګی د دسمبر په ۲۲ مه د کرم ضلعې نه صوابي ته تللی و او هلته يې شپه تېره کړه. نوموړی د پېښې په سهار اسلام اباد ته رسېدلی و. د پېښې له ځایه څرګنده شوې، چې ځانمرګي بریدګر له ۱۰ تر ۱۲ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو ډک جیکټ اغوستی و. د چاودنې له ځای څخه په زیاته اندازه د بال بیرنګونه هم ترلاسه شوي دي. دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: له دغه ځانمرګي بريدکوونکي سره دراولپنډۍ ديو اوسيدونکى له خوا مرسته وشوه .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: له دغه ځانمرګي بريدکوونکي سره دراولپنډۍ ديو اوسيدونکى له خوا مرسته وشوه . د کورنیو چارو وزارت په وینا، په اسلام اباد کې پولیس، سي ټي ډي او استخباراتي ادارې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

Leave a reply