د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي له رئیسې سره کتلي.

0
210

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي له رئیسې سره کتلي.

17 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي له رئیسې رافيلايوديچه سره وکتل.

 

په دغه تعرفي غونډه کې د کورنيو چارو سرپرست وزیر د اروپايي ټولني د پلاوي له پخواني ماموریت نه مننه وکړه چې د بشري مرستو په لړ کې يې له افغانستان سره خپلي همکارۍ ترسره کړي دي.

 

نوموړي هيله وښوده چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شرائطو کې خپلي بشري مرستې دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه د معتادينو د صحت له روان کمپاين سره همکاري وکړي.‏

اړوند موضوعات

کورنیو چارو سرپرست وزیر د مصر، سوډان او فلسطین مخکښو علماؤ له یو پلاوي سره وکتل.

 

وروسته آغلې رافيلايوديچه د کورنيو چارو له سرپرست وزیر نه مننه وکړه چې د امنيت په تأمين کې يې د پام وړ هڅي کړي دي او د نړيوالو بشري مرستو کارمندانو ته يې لاره هواره کړې ده چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.

Leave a reply