کورنیو چارو سرپرست وزیر د مصر، سوډان او فلسطین مخکښو علماؤ له یو پلاوي سره وکتل.

0
265

کورنیو چارو سرپرست وزیر د مصر، سوډان او فلسطین مخکښو علماؤ له یو پلاوي سره وکتل.

6 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علماو يو پلاوي سره وکتل.

 

په پیل کې یادو علماو د جهادي مبارزې د بريا ستاینه وکړه او دا یې یوه حیرانوونکې حماسه وبلله، دوی ددې بریا تداوم په وحدت او پرمختګ کې وباله.

 

یادو علماو په ټينګار سره خپل هر اړخیز ملاتړ د اسلامي نظام څخه څرګند کړ او دا یې خپل اسلامي مسئوليت وګڼه.

 

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني راغلو علماو ته هرکلی ووایه او د اسلامي نړۍ پر وحدت یې ټینګار وکړ او نوموړي د دې لویې مبارزې د بریا اساسي لامل وحدت، اطاعت او صداقت وباله.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د یوناما سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره وکتل.

 

نوموړي په پای کې د یادو علماو له معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې د دردېدلي افغانستان غږ خپلو هیوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي.

حماد

Leave a reply