د ټاپي پروژې اجراییه رئیس او مل پلاوي د اسلامي امارت د امنیت ګډ پلاوي سره د ټاپي پروژې د امنیت په اړه کتلي.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/01/20230117_160804.jpg)
د ټاپي پروژې اجراییه رئیس او مل پلاوي د اسلامي امارت د امنیت ګډ پلاوي سره د ټاپي پروژې د امنیت په اړه کتلي.
17 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست له استازو سره د ټاپي پروژې د امنیت نیولو په موخه ګډه ناسته تر سره کړه.
خبر زیاتوي: په دغه ناسته کې چې د افغانستان لپاره د ازبکستان هیواد سفیر هوجا اویزیوف هم ګډون درلود د یادې پروژې د امنیت نیولو په موخه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې راغلو مسوولینو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارله او له دوی یې وغوښتل چې خپل هر اړخیر اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
اړوند موضوعات
وروسته د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوی ریاست رییس مولوي حماس په خپلو خبرو کې، دوی ته ډاډ ورکړ چې ټاپي پروژه د افغان ولس لپاره یوه حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت به په ټول توان د یادې پروژې امنیتي چارې په پوره ریښتنولۍ سره تر سره کړي.
حماد