د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي ګازو نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره او مل پلاوي سره کتلي.

0
170

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي ګازو نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره او مل پلاوي سره کتلي.

16 جنوري 2023

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور نن د ټاپي پروژې نل لیکې کمپنۍ اجرائيوي رئيس ښاغلي محمد امانوف او له مل پلاوي سره د یاد وزارت د مرستیالانو، د بهرنیو وزارت ، د کرنې او مالدارۍ او مالیه وزارتونو، د چاپيریال ساتنې ادرې، د افغانستان بانک د استازو په شتون کې ورسره لیدنه وکړه.

 

په پیل د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: موږ خوښ یو چې د دې لویې او مهمې پروژې په اړه خبرې کوو چې نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده او د یادې پروژې عملي چارو ته چې هر څومره ژر کېږي په تمه یو.

 

د ټاپي پروژې اجرائيه رئیس د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د خپل هېواد په استازیتوب د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 

نوموړي د پروژې د تطبيق په برخه کې د افغانستان او د کانونو او پټروليم وزارت له هڅو مننه وکړه او ويې ويل: تر اوسه د پروژې کارونه بريالي دي او په راتلونکي کې هم پلانونه لرو چې د هغه په اساس به عملي کار وکړو.

 

دغه راز په دې ناسته کې دواړو لورو د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیک په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

اړوند موضوعات

د ایران د آذران صنعتي سازه های شرکت له استازي سره د کانونو او پټرولیم سرپرست ولیدل.

 

په پای کې د بهرنیو چارو، کرنې او مالدارۍ او مالیې وزارتونو د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان بانک استازو هم د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو پر مهال د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Leave a reply