پاملرنې په نوم نړیوالې مؤسسې افغانستان کې د غذا او روغتیا برخو کې د بیا فعالیت خبر ورکړی.
پاملرنې په نوم نړیوالې مؤسسې افغانستان کې د غذا او روغتیا برخو کې د بیا فعالیت خبر ورکړی.
17 جنوري 2023
پاملرنې نړیوالې موسسې د خپلو فعالیتونو له پيلولو درې اونۍ وروسته وایي، د تغدیې او روغتیا په برخو کې یې فعالیتونه بېرته پيل کړي دي.
د پاملرنې نړیوالې موسسې؛ چې څو اونۍ وړاندې یې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په غبرګون کې، چې ښځې موسسو کې له کار کولو منع شوې، خپل فعالیتونه ځنډولي و؛ یو ځل بیا یې د فعالیتونو د پیل خبر ورکړی دی.
پاملرنې موسسې تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي، چې افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخو کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې وایي، دا پرېکړه په دې اړه چې د دې بنسټ ښځینه کارکوونکې له محدودیت پرته کار کولای شي د طالبانو له ډاډ ورکولو وروسته شوې.
اړوند موضوعات
دکابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ۱۱ خیریه مؤسسو له استازو سره د هغوی د کارونو د سمون په موخه کتلي.
یاده دې وي چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا سیف چیلډرن هم د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړی و.
حماد