د ملي پخواني رئیس رحمت الله نبیل د نوي ګوند د فعالېدو خبر ورکړی دی

0
112

د ملي پخواني رئیس رحمت الله نبیل د نوي ګوند د فعالېدو خبر ورکړی دی

نوی جوړ شوی ګوند ادعا کوي چې په افغانستان کې باید واک د یو ځانګړي قوم انحصار نه وي، بلکې د افغانستان ټول خلک باید د واک او دولتي ارګانونو په چارو کې د خپلو استازو شاهدي ورکړي. د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته دا درېيمه ډله ده، چې د تېر افغان حکومت د سياستوالو له خوا په بهر کې رامنځته کېږي.

(2023 / 1 / 17  نېټه باغي ټلویزیون باغی)

بشپړ راپور 

د ملي پخواني رئیس رحمت الله نبیل د نوي ګوند د فعالېدو خبر ورکړی دی

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ملي نجات ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل موجودیت اعلان کړ.

ښاغلی نبیل وايي چې د دغه ګوند تنظیم موقتي دی او هرکله چې خپله دایمي شورا اعلان شي، د دغه ګوند غړي به معرفي شي.

د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د ۱۳۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیانو د معاملې او د جمهوري نظام د ناتوانۍ په پایله کې سقوط وکړ.

دغه ګوند ټینګار کړی چې د ط.البانو په مشرۍ د حکومت پر وړاندې د ښځو د مقاومت او انفرادي مبارزې له وسله وال مقاومت څخه ملاتړ کوي.

اړوند موضوعات:

اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

Leave a reply