اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

د ده په خبره په افغانستان کې دمګړی د اقتصادي ودې لپاره امنیت رامنځ ته شوی دی، نو اوسني حکومت ته په کار ده چې نووو فکرونو، متخصیصینو او په کار پوه خلکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي څو میلیونونه افغانان په کار بوخت شي.

 

(2022 / 3 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مخنیکی ولسمشر اشرف غني وايي په افغانستان کې د ډاډ او رښتینې سولې رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.

نوموړي د نوي کال په مناسبت په تازه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راوستو په موخه یوه ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول افغانان د یوه با ثباته هېواد د جوړولو لپاره پکې خپل نظریات شریک کړي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او تر هغه چې ملي مشروعیت نه وي رامنځ ته شوی، نړیوال مشروعیت رامنځ ته کېدل ګران کار دی.
مخکیني ولسمشر اشرف غني همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره یې دغه هېواد باید نور د بشردوستانه مرستو مستعمره نه وي، بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي چې د افغانستان خلک په کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت وژغورل شي.

د ده په خبره په افغانستان کې دمګړی د اقتصادي ودې لپاره امنیت رامنځ ته شوی دی، نو اوسني حکومت ته په کار ده چې نووو فکرونو، متخصیصینو او په کار پوه خلکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي څو میلیونونه افغانان په کار بوخت شي.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې یوه دایمي ډاډ ته اړتیا ده، څو هر افغان ډاډه شي چې په هېواد کې یې شتمني، شخصیت، فکر، پانګونه او هر څه خوندي دي.

اشرف غني زیاته کړې، که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载