د اسلامي امارت مشرتابه د ټولګټو او ټولنیزو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزیران ټاکلي.

د اسلامي امارت مشرتابه د ټولګټو او ټولنیزو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزیران ټاکلي.
16 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې د نوو ټاکنو نوملړ نشر کړی.
نوموړي په خپل تویټ کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس د کار او ټولنیزو او ټولګټو چارو وزارتونو لپاره نوي وزیران ټاکلي.
نوموړي ویلي چې د ټولګټو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالمنان عمري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګهو او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکنی معین ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت مشرتابه د دفاع وزارت په تشکیل کې نوې بیلابیلې ټاکنې ترسره کړي.
او همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالولي څارنوال؛ د پېښو پر وړاندي د مبارزې وزارت د پېښو د چارو د انسجام د معین په توګه او شیخ مولوي محمد فقیر د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین په توګه وټاکل شول.





