د اسلامي امارت مشرتابه د دفاع وزارت په تشکیل کې نوې بیلابیلې ټاکنې ترسره کړي.

0
115

د اسلامي امارت مشرتابه د دفاع وزارت په تشکیل کې نوې بیلابیلې ټاکنې ترسره کړي.

26 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن ناوخته پخپله ټویټر پاڼه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د ملي دفاع وزارت تشکیل کې د بیلابیلو ټاکنو یوه نوی نوملړ نشر کړی.

په یادو ټاکنو کې د هرات د الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي ظریف مظفر د دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک معین په حیث، مولوي باز محمد حمیدي د یاد وزارت د تعلیماتو معینیت د مرستیال په حیث، د ۲۰۵ قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار د دفاع وزارت د هوایي ځواک د قومندان په حیث، د تخار مخکینی والي مولوي نورالدین د یاد وزارت د ساختماني چارو رئیس په توګه، مولوي نورالرحمن نصرت د اپراسیون د نوي رئیس په حیث، د مرکزي قول اردو لپاره مولوي امیرخان حقاني د قومندان په حیث، مولوي نصرالله مطیع د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په حیث، ملا رحمت الله د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په حیث، همدا راز د قاري ایوب خالد د ۲۰۷ قول اردو د قومندان په حیث، ملا اغامحمد ابراهیم د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په حیث، مولوي عبدالحکیم نظامي د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په حیث او همدا راز د هیواد د ټولو قول اردوګانو لپاره د نوو قومندانانو، لیواګانو لپاره د نوو مسؤلینو او نورو نظامي ځایونو لپاره هم مسؤلین ټاکل شوي.

 

Leave a reply