وثیق: تېرو۳میاشتو کې څه باندې سل تنه چارواکي او څېرې بېرته هېواد ته راستانه شوي.

0
99

وثیق: تېرو۳میاشتو کې څه باندې سل تنه چارواکي او څېرې بېرته هېواد ته راستانه شوي.

15 جنوري 2023

د افغانستا د اسلامي امارت له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق په خپلو تازه خبرو کې ویلي چې تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ سیاسي څېرې او د مخکيني دولت کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 

هغه وایي: چې بېرته راستنېدونکو کې وزیران، والیان او بېلابېل شخصیتونه شامل دي او دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی.

 

د دغه کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه ۴۷۱ سیاسي څېرې او د تېر حکومت چارواکي له شخصیتونو سره د اړيکو د کمېسیون د همغږۍ له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

 

ښاغلي وثیق وویل:«د وزارتونو د مرستیالانو په کچه باندې، د خپله وزیرانو په کچه باندې، د ولایتونو د والیانو او امنیه قومندانانو او دغسې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او پارلمان د مرستیالانو او غړو په کچه، په نظامي لیکو کې د استخباراتو افسران او جنرالان او قومندانان، همدغسې د پولیسو په لیکو کې یعنې د هرې کچې خلک دلته راغلي دي.»

اړوند موضوعات

افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون په هڅو يو شمېر شخصیتونه هېواد ته ستانه شول

 

یاد کمیسیون د طالبانو د حکومت د رامنځته کیدو څه باندې ۷ میاشتې وروسته رامنځته شو چې تر اوسه لسګونه لوړ پوړي د تیرې ادارې چارواکي هیواد ته د دې کمیسیون په هڅو ستانه شوي.

Leave a reply