افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون په هڅو يو شمېر شخصیتونه هېواد ته ستانه شول

0
95

د افغانستان ا.ا د شخصيتونو سره د اړيکو کميسیون وايي چې د دې کميسيون د هڅو په پايله کې په تېره اداره کې د مزار شریف د هوایي ډګر مسؤل عبدالاحد صافی، د بامیان ولایت د داخلي او بهرني امنیت د څارنوالۍ رئیس فخرالدین فقیري د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته ستانه شول.

ياد کميسيون په يوې بلې خبرپاڼه کې بيا ويلي، د عبدالرشيد دوستم دوه تنه محافظين احمد رشاد رحماني او محمد اصف هم له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون همداراز ويلي، تمه ده د دوی په هڅو يو شمېر نور افغان شخصيتونه هم هېواد ته راستانه شي.

Leave a reply